د غزني نوي والي نن رسمآ په دنده پیل وکړ

د هیواد د سیمه ییزو ارګانونو خپلواک ادارې پالسي او مسلکي معین محمد سرور جوادي او ور سره مل پلاوي د غزني نوی والي د غزنی خلکو او ادارې ته د نوي والي په توګه رسمآ معرفي کړ.

په دې اړه د غزني ولايت په مقام کې د جوړو شويو مراسمو پر مهال ولسي مشرانو او متنفذينو، د غزني ولايت ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

په پيل کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواک ادارې د پالسي او مسلکي معین محمد سرور جوادي د غزني د نوي والي په توګه د برید جنرال سید عمر نورستاني د ټاکنې په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د فرمان لوستلو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د‌ سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره به د سيمه ييزې حکومتولۍ د پياوړتيا ټول امکانات برابر کړي.

نوموړي ادلون او بدلون د حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او له غزني مېشتو ولسونو یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي والي سره په هره برخه کې مرسته او همغږي وساتي.

ښاغلي جوادي وويل: د د‌ سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره په ګډون ټولې دولتي ادارې د غزني ولايت له رهبرۍ سره په انکشافي برخو، اصلاحاتو، فساد سره مبارزه، د غصب مخنيوي او امنيتي چارو کې له نيږدې همکاره ده.

ښاغلي محمد سرور جوادي د غزني له والي وغوښتل چې د غزني فرهنګ، ادب او ښوونې روزنې ته پاملرنه وکړي، څو خپل تاريخي ځای بيا تر لاسه کړي.

وروسته د غزني ولایت ولايتي شورا رئیس نصیر افقیري ، قومي مشر مولانا عبدالرحمن حکیمي ، دیني عالم شیخ حیدري د غزني ولایت د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې. دوی نوي والي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د غزني د اوسيدونکو غوښتنې او وړانديزونه هم بيان کړل.

د غزني نوي والي برید جنرال سید عمر نورستاني هم خبرې وکړې ویې ویل: زموږ لومړیتوب غزني ولایت کې د بشپړ امنیت ټینګښت او د غوره حکومتوالۍ رامنځته کول دي.

ده له جلالتمآب ولسمشر او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه څخه مننه کوم چې پر ما يې باور وکړ او دغه ولایت ته يې د خدمت لپاره په دغه شرایطو کې وړ وګڼلم.

ښاغلي سید عمر نورستاني د غزني ولايت خلکو سره ژمنه وکړه چې د جلالتماب جمهور رئیس د ليد لوري مطابق به د غزني ولایت انکشاف ، امنیت ، پوهني او نورو برخو ته به پاملرنه وکړي.

د غزني ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر