د غزني والي د ښار له شمال ختيځ امنيتي کمربند څخه ليدنه وکړه

د غزني والي وحيدالله(کليمزي) نن ماﺯديګر د ښار له شمال ختيځ امنيتي کمربند، د عامه ساتني له قطعي او ميدان وردګ ولايت سره د غزني له درواﺯي څخه د امنيتي وضعيت او امنيتي ځواکونو د مورال او اړتياوو د ارﺯولو په موخه ليدنه وکړه.
له والي ښاغلي کليمزي سره امنيه قومندان مل پاسوال محمد خليل اندرابي او ښاروال انجنير مختار احمد ملکيار هم ملتيا کوله.