غزني کي پر بيوﺯله کورنيو د ډوډۍ د ويښ بهير د څارلو لپاره 17 کميټي ايجاد شوي

 غزني کي پر بيوﺯله کورنيو د ډوډۍ د ويښ بهير د څارلو لپاره 17 کميټي ايجاد شوي

شنبه 20/2/1399
د غزني د والي وحيدالله(کليمزي) په مشرۍ، د مرستيال والي، ولايتي شورا، ځايي ملکي ادارو د رئيسانو او خبريالانو د استاﺯو په حضور کي پر بيوﺯله کورنيو د ډوډۍ د ويښ د څرنګوالي په تړاو ناسته وشوه.
د غزني والي وحيدالله(کليمزي) جوړي شوي ناستي ته خبرو کي وويل چي پر بيوﺯله کورنيو د ډوډۍ د ويښ بهير بايد شفاف وي او تري په جدي توګه څارنه وشي.
هغه وويل:(( د بيوﺯله کورنيو ليستونه د گذر او پراختيايي شوراګانو د رئيسانو لخوا ترتيب شوي، اوس بايد د ډوډۍ د ويښ له پروسي، د ډوډۍ له وﺯن او کيفيت څخه څارنه وشي.))
دغه ناسته کي د خبريالانو او مدني ټولنو ترڅنګ 17 کميټي چي دري کسيزي به وي ايجاد شوي څو په مشخصو ساحو کي له نانوايانو او د ډوډۍ د ويښ له بهير څخه څارنه وکړي.