په غزني کي د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په غزني ولایت کي د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د یولړ مراسمو په ترڅ کي چي د دي ولایت لسګونه تنه ښځینه فعالانو پکي برخه اخیستي وه ونمانځل شوه.

د غزني والي وحیدالله(کلیمزي) جوړي شوي غونډي ته په وینا کي ښځو ته د کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کي د فعالیت لپاره د تیر په پرتله ورځ تر بلي د غوره او مناسبي زمیني له برابریدو خوښي وښوده او ډاډ يي ورکړ چي ځايي اداره په ټول توان سره د ښځو د حقونو ملاتړ ده.

هغه وویل: (( روان کال په دولتي او غیر دولتي ادارو کي ۱۳۰۰ تنه ښځینه کار کوونکي په مؤقت او دایمي توګه استخدام شوي چي ښځو ته د کار کولو د ښي زمیني د شتون څرګندوی دی، خو کافي ندی موږ په دولتي ادارو کي د جندر اصل ته ژمن یو او هڅه کوو د ښځینه کارکوونکو شمیر زیات شي.))

د غزني ولایت د ښځو چارو د ریاست مشري شکريي ولي، غونډي ته خبرو کي د ښځو لپاره د څلورو پراختیایي پروژو له تطبیق او تر څنګ یې د تاوتریخوالو د پیښو له کموالي خبر ورکړ.

هغي وویل: (( روان کال د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۹۸ پیښي ثبت شوي دي چي اکثریت يي څیړل شوي.))

د ولایتي شورا غړي عزیزه میثم، خدیجه اشرفي، فرحناز روحاني، نویده بیات، صفیه او سمیرا سرشت د غونډي له نورو ویناوالو څخه وي، د دوی په خبره که څه هم د ښځو د زده کړو، کار او سوداګریزو چارو پر وړاندي تر دیره موانع کم شوي خو لا هم د دي ولایت په لسو ولسوالیو کي د نجونو ښوونځي تړلي او د کار په ځایونو کي له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

د علماوو د شورا رئیس مولوي محمد اسماعیل(روحاني) هم غونډي ته خبرو کې زده کړي، کار کول او په ټولو چارو کي د ښځو ګډون مهم او د هغوی شرعي حق وباله.

د غونډي په پای کي د ولایت مقام لخوا لسګونه تنه ښځینه فعالانو ته ستاینلیکونه، د امنیتي ځواکونو د(۷) شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرسته او غیر نغدي ډالۍ، د امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د لیوا لخوا خینو فعاله ښځو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوي.