مقر ولسوالۍ کي د وسله وال پوځ ملي ورځ ونمانځل شوه

د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کي د وسله وال پوځ ملي ورځ د يوي غونډي په ترڅ کي ونمانځل شوه.

غونډي ته د مقر سرپرست ولسوال او نورو ويناوالو له هيواد، ولس او ملي ارﺯښتونو څخه د دفاع په لاره کي د افغان امنپتي سرتيرو مبارﺯي، قربانۍ او سرښندني وستايلي او له هغوى څخه يي خپل هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ.