د قانون د حاکمیت کمیټي ناسته ترسره شوه

د قانون د حاکمیت د ولایتي کمیټي ناسته نن د والي وحیدالله(کلیمزي) په مشرۍ، د ملي امنیت د رئیس جنرال محمد افضل(ظفر)، امنیه قومندان سمونوال محمد خالد(وردګ)، د استناف څارنوالۍ د رئیس احمد فواد(میرزاد)، د ولایتي شورا د منشي حمیدالله(سروري)، د عدلي رئیس عزیز(بصیر)، ښاروال مختار احمد(ملکیار) او د نورو غړو ادارو د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

ناستي ته والي وحیدالله(کلیمزي) په ټاکلو سیمو کي د منظور شویو او پلان شویو ښارګوټو د ایجاد په برخه کي دي د مرکزي حکومت هدایات تطبیق شي، اړوند اداري دي ژر تر ژره د یادو ځمکو د تصفیه کولو په برخه کي لازم اجرآت وکړي څو وتوانیږو د حکومت پلانونه تطبیق او له ځنډ څخه یي مخنیوی وکړو.

هغه وویل: (( د هغو کسانو ادعاوي دي وڅیړل شي چي ځینو سیمو کي د ملکیت ادعا لري که يي ملکیت ثابت شو له قانون سره سم به استملاک شي کنه نور باید د حکومتي پلانونو د تطبیق په برخه ځنډ ونشي.))

وروسته له آجنډا سره سم پر اړوند موضوعاتو تفصیلي بحث او لازمي پریکړي وشوي.