غزني کي د وسله وال پوځ ملي ورځ په شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه

په غزني ولایت کي د وسله وال پوځ ملي ورځ په شانداره مراسمو سره چي د دي ولایت د مرکز او ولسواليو سلګونه اوسیدونکو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو پکي ګډون کړی وو ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کي لومړي د ګډو افغان ځواکونو قطعاتو پوځي پریډ ترسره کړ، وروسته د افغان سرتیرو منسوبینو ته ولسونو د ستایني په توګه ګلونه ډالۍ کړل.

یادو مراسمو ته د غزني والي وحیدالله(کلیمزي) خپلو خبرو کي د امنیتي ځواکونو سرښندني، قربانۍ او کړني چي په وینایي ولس ته يي د آرام، ډاډمن او هوسا ژوند فضا برابره کړي وستایل.

هغه وویل: (( هره سیمه کي چي افغان سرتیري دي هلته ولس آرام، ډاډمن او هوسا ژوند لري، د بیارغوني، روغتیا، پوهني او ټولو خدماتو څخه برخمن دي، خو چیرته چي دښمن دی هلته ولس په نهایت وحشت، فقر او ناسم حالت کي ژوند کوي.))

د غزني والي د سولي روان بهیر ته په اشاري ډاډ ورکړ چي دیر ژر به د ولسمشر محمد اشرف غني د هڅو په پایله کي هیواد کي د سولي او امن ټغر وغوړیږي.

د ملي اردو د دریمي لیوا قومندان ډګروال توریالي(هادي) د امنیتي ارګانونو په استازیتوب ولسونو ته ډاډ ورکړ چي امنیتي ځواکونه به په هیڅ صورت د هیواد او ولس دښمنانو ته اجازه ورنکړي چي د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ او یا په وحشت لاس پوري کړي.

هغه خلکو ته خطاب کي وویل: (( څو چي مو وسله وال پوځ وي له هیڅ دښمن څخه تشویش مه لرئ))

د ولایتي شورا منشي حمیدالله(سروري) هم د افغان ځواکونو اتلولۍ وستایلي، او د هغوی په لیکو کي شته اړتیاوو ته یې د رسیدګۍ غږ وکړ.

هغه وویل: (( افغانان پر خپل وسله وال پوځ ویاړي، تاسي په سختو شرایطو کي ستره او تر ټوله درنه دنده پرمخ وړئ چي دا هر افغان ته د قدر وړ دی.))

غونډه کي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د تیاتر ټیم د سولي په تړاو یو نمایش وړاندي کړ، د ښوونځیو زده کوونکو وسله والو ځواکونو ته تراني ډالۍ کړي او د دي ورځي په ویاړ موسیقۍ ته هم ځای ورکړل شوی وو.ش

د غونډي په پای کې د ولایت مقام لخوا د امنیتي ارګانونو مشران او یو شمیر منسوبین په ستاینلیکونو وستایل.

دغه راز د غزني والي وحیدالله(کلیمزی)، د ولایت مقام مرستیال، د ملي امنیت رئیس، د ملي اردو قومندان، امنیه قومندان او یو شمیر نورو امنیتي منسوبینو ته د غوره فعالیتونو او ستایني په پار د اندړو، زنخان، رشیدان، اجرستان، ناور، واغظ، خوګیاڼو ولسوالیو، علماوو شورا، د نجات ولسي شورا او منار مدني ټولني لخوا د ویاړ پګړۍ، چپني او مننلیکونه ډالۍ شول