د غزني والي وحیدالله(کلیمزي) په یوه خبري ناسته کي د سیمه ایزي اداري د تیر یوه کال د کړنو په تړاو معلومات ورکړل

د غزني والي وحیدالله(کلیمزي) نن د یوي خبري ناستي په ترڅ کې چي د ځایې ادارو د یو شمیر رئیسانو، دیني عالمانو، قومي مخورو او مدني فعالانو هم حضور درلود د ځایې اداري د تیر یوه کال د کړنو، اجرآتو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل.

د هغه په وینا د روان 1398 کال په اوږدو کې د پوهني، روغتیا، کلیو پراختیا، ولسي تړون، ټولګټو چارو او نورو برخو کې د همکاره مؤسسو په مرسته نیږدي (500) کوچنۍ او متوسطي پروژي بشپړي او د ولس د هوسایني او اقتصادي ودي لپاره ګټي اخیستني ته سپارل شوي دي.

د والي ښاغلي کلیمزي په خبره د یادو پروژو پر مټ زرګونه کسانو ته د کار لنډ مهاله موکه برابره شوي او په اوږد مهال کي تري لسګونه زره کورنۍ ګټه اخلي.

د غزني والي دغه راز روان 1398 کال له امنیتي اړخه غزني کي له لاسته راوړنو ډک وباله چي په خبره یي، دي کال کي ګډو افغان ځواکونو تر (800) ډیر ځمکني، ځانګړي او هوایې عملیاتونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یي د ده یک، جغتو او خواجه عمري په ګډون دري ولسوالۍ له وسله والو بیرته نیول شوي، په یادو عملیاتونو کي د (82) تنه قومندانانو، سرګروپانو او(70) تنه بهرنیو اتباعو په ګډون شاوخوا(1700) وسله وال وژل شوي، (500) تنه یې ټپیان شوي او نیږدي (200) تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

دغه راز په عامه ځایونو کې د طالبانو د موټربم، ماین چاودنو، تروریستي اعمالو او توغندیزو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا (350) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د امنیت د ټینګښت په موخه د قره باغ، جاغوري او مالستان ولسوالیو د سیمه ایزي اردو پرسونل بشپړ او عملا دنده ترسره کوي، د لویو لارو او سیمو د امنیت لپاره د کابل ـ کندهار، غزني ـ جغتو د لارو په اوږدو او ځینو ولسوالیو کې شاوخوا (20) امنیتي بیزونه او پوستي ایجاد شوي دي.

د هغه په وینا امنیتي ځواکونو روان کال د غزني ولایت اړوندو کې شاوخوا (200) ټنه نشه یې مواد خصوصا خام چرس او د چرسو د پروسس نیږدي(50) کارخوني له منځه وړي دي.

د سیمه ایزي حکومتوالۍ د غښتلتیا، د حکومت او دولت ترمنځ د واټن د کمولو، په مخامخ توګه د ولسونو د ستونزو او غوښتنو د اوریدلو او ورته د رسیدګۍ په موخه د ولایت رهبري په تیرو یوولسو میاشتو کې د ولسوالیو او مرکز له ولسونو، قومي مخورو، ځوانانو، ښځینه او مدني فعالانو سره (990) ناستي ترسره کړي، ولایت مقام دغه راز روان کال د ملي ورځو د نمانځنو او نورو ملي مسایلو په تړاو (17) لویې غونډي ترسره کړي دي.

د ولایت رهبرۍ روان کال د مرکز غزني ګڼ شمیر سیمو او کلیو څخه د لیدني ترڅنګ، ولسوالیو ته دري سفرونه او د زون په کچه د ښي همغږې رامنځته کولو په موخه (5) ولایتي سفرونه ترسره کړي دي.

د چارو د سمون او د فساد د مخنیوي په موخه د ولس د شکایتونو پر بنسټ (20) امنیتي منسوبین له دندو ګوښه او عدلي ارګانونو ته پیژندل شوي، شاوخوا (40) تنه امنیتي منسوبینو ته له قانون سره سم توصیه شوي او د اداري فساد په تړاو(74) قضي د عدلي او قضایې ادارو له لاري څیړل او رسیدګي شوي ده.

په عدلي ادارو کې د چارو د سمون او د فساد د مخنیوي په موخه د استناف څارنوالۍ(74) تنه کارکوونکي تغیر او تبدیل شوي دي.

په ټوله کې د څارنوالۍ ریاست لخوا روان کال (1018) قضیو ته رسیدګي کړي چې دي پرخه کې ولسونه د اداري له کړنو راضي او روان کال یي د شکایتونو کچه صفر وه.

د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات ترسره شوي او روان کال د غصب هیڅ اقدام نلرو، خو توانیدلي یو چي یوه اندازه غصب شوي ځمکه بیرته ترلاسه او تصفیه کړو.

د والي ښاغلي کلیمزي په خبره روان کال د غزني په کچه شاوخوا(1300) ښځینه کارکوونکي دولتي ادارو، مؤسساتو او خصوصي سکتور کې په موقتي او دایمي توګه جذب شوي چي د تیر په پرتله د ښځو د استخدام په برخه کي د پام وړ زیاتوالی ښيي او څرګندوي چي په غزني کي ښځو ته د کار لپاره لازمه زمینه مساعده ده.

د غزني والي دغه رازټینګار وکړ چي سیمه ایزه اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبیق، د بیان آزادي او اړوند مواردو ته پوره ژمنه ده او دي برخه کي د عملي اقداماتو له اړخه هم خورا مخکښه اوسیدلي ده.

د تیر په خلاف دمګړۍ د غزني ولایت ټولي اداري رسمي پاڼي لري چي له لاري په ورځني توګه د خپلو کړنو او فعالیتونو په تړاو ولس او رسنیو ته معلومات وړاندي کوي.

د ولایت مقام رسنیز دفتر هم د خپلو فعالیتونو له اړخه په جدیت سره کار کړی او توانیدلي چي روان کال له سیمه ایزو، ملي او نړیوالو رسنیو سره (1176) مرکي ترسره کړي، والي او ویاند یې په (49) رسنیزو خپرونو کي ګډون کړی دی او یواځي د ولایت مقام رسنیز دفتر د سیمه ایزي اداري د کړنو او فعالیتونو په تړاو(1320) خبرپاڼي او (37) ویډیوي بستي نشر ته سپارلي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیزه برخه کې د غوره فعالیتونو له کبله روان کال غزنی د هیواد په کچه، پنځو(5) مخکښه او غوره ولایاتو کي ځای درلود.