غزني کي د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان، د تاوتريخوالي د کمولو د هوکړي او سولي بهير په ملاتړ غونډه وشوه

غزني ولايت کي د دي ولايت ﺯرګونه اوسيدونکو نن د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان، سولي او د تاوتريخوالي د کميدو د هوکړي په ملاتړ غونډه وکړه.
د غزني والي وحيدالله(کليمزي) غونډي ته وينا کي د سولي په برخه کي د ولسمشر محمد اشرف غني په هڅه د تير کال دري ورځنى اوربند او اوسمهال د يوي اونۍ لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړه او د دواړو غاړو ترمنځ خبرو ته د ﺯميني برابرول لوى او بنسټيزي لاسته راوړني وبللي.
والي ښاغلي کليمزي دغه راﺯ د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان څخه هرکلى وکړ او پر ټولو نوماندانو يي غږ وکړ څو د سولي، امنيت او پرمختګ لپاره له نوي حکومت سره همکار او ملاتړ واوسي.
د غزني والي پر ولسونو غږ وکړ څو د هر راﺯ هغو تحرکاتو پر وړاندي ودريږي چي د نظام او قانون پر وړاندي وي، هغه ګوت څنډنه وکړه چي د قانون د حاکميت او د نظام د دفاع لپاره به په ټول جديت او قاطعيت سره عمل وکړي.
غونډي ته د ولايتي شورا منشي حميدالله(سروري)، د ملي انسجام ګوند مشر محمد(مهدوي) د علماوو شورا رئيس مولوي محمد اسماعيل(روحاني)، د صبح نوين ټولني مشري خديجي(اشرفي)، قومي مشر نادرخان(ګيرووال) او د سولي د ولسي حرکت استاﺯي شايسته خان(غزنيوال) خبري وکړي او د افغان حکومت په مشري يي د سولي له روان بهير، د تاوتريخوالي د کمولو له هوکړه ليک او بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ.
وينا والو دغه راﺯ د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان او پکي د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوني ټاکنيز ټيم له بريا هم هرکلى وکړ او خپل هر اړخيز ملاتړ يي تري اعلان کړ.
دوى ګوت څنډنه وکړه چي هيچاته به د عامه نظم، سياسي ناورين او اړودوړ د جوړولو اجاﺯه ورنکړي.