د غزني والي وحيدالله(کليمزي) د يو شمير ولسواليو له مخورو او ځوانانو سره وکتل

د غزني والي وحيدالله(کليمزي) نن د دي ولايت د يو شمير ولسواليو له قومي مخورو او ځوانانو سره کتنه کي د هغوى ستونزي، غوښتني او وړانديزونه د حل او رسيدګۍ په موخه واوريدي.
راغلو کسانو دغه کتنه کي د سولي او امنيت په ټينګښت او ولسواليو کي پر متواﺯني پراختيا ټينګار او غوښتنه وکړه.
د غزني والي وحيدالله(کليمزي) ولسونو ته ډاډ ورکړ چي ستونزو او غوښتنو ته به يي رسيدګي وشي، هغه د سولي او امنيت په ټينګښت او د حکومتوالۍ په غښتلتيا کي له حکومت سره د ولسونو مرسته او همکاري اړينه وبلله او دي برخه کي يي د دوى د همکارۍ غوښتنه وکړه.