د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د مقر ولسوالۍ له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره وکتل

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن له غرمي وروسته د دي ولایت د مقر ولسوالۍ له یو شمیر قومي مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو سره کتنه کې د هغوی ستونزي او غوښتني د حل په موخه واوریدي.
د راغلو کسانو په استازیتوب دوو تنو خبري وکړي او له والي ښاغلي کلیمزي څخه یې وغوښتل څو جدي اړتیا ته په کتو د مقر ولسوالۍ ملکي او امنیتي ادارو ته ودانۍ ورغول شي.
هغوی دغه راز مقر ولسوالۍ کې د ولسي تړون د پروژو د تطبیق او ځینو ښوونځیو ته د ودانیو د رغولو د چارو له ځنډیدو څخه هم شکایت وکړ، دوی له والي ښاغلي کلیمزي څخه د یادو پروژو د ژر تر ژره پیل او پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د مقر ولسوالۍ ولسونو ته د هرکلي ترڅنګ هغوی سره ژمنه وکړه چې د یادي ولسوالۍ د اداري ودانیو د رغولو ترڅنګ به په یاده ولسوالۍ کې د پراختیایې چارو په تیره بیا د ولسي تړون د اړوند پروژو د ټکنیتوب په تړاو له اړوند مسئولینو سره څیړنه وکړي او د هر راز موانعو د لري کولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.
د غزني والي د مقر ولسوالۍ د خلکو له یووالي او له حکومت سره یې له همکاریو او ملاتړ څخه هم مننه او ستاینه وکړه.
هغه دغه راز د هیواد د خپلواکۍ پخ جشن کې هم د مقر ولسوالۍ د لسګونه تنه ورزشکارانو له ګډون څخه ستاینه او خوښي څرګنده کړه.