غزني کې (12) وسله والو او د ملي اردو دوو سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته

د غزني ولايت د آب بند او ده يک ولسوالۍ اړوندو کې تيره ورځ د وسله والي نښتي او هواىى بريد په ترڅ کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه وسله وال او دوه تنه د ملي اردو سرتيري ټپيان شوي دي.
لومړي اقدام کې تيره ورځ له غرمي مخکي د آب بند ولسوالۍ اړوند سرفراﺯ کلا سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې دوه طالب وسله وال وژل شوي چې مړي او وسلي يې د جګړي په ډګر کې پاته شوي او د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا تيره ورځ له غرمي وروسته د ده يک ولسوالۍ اړوند تاسنګ سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوي چې د مرستندويه هوايې ځواکونو بريد کې اته (8) تنه وسله وال وژل شوي او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.
په ده يک ولسوالۍ کې دغه راﺯ د ملي اردو دوه سرتيري هم ټپيان شوي دي