غزني کې د هیواد د خپلواکئ سلمه کلیزه په شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه

په غزني کې د زمري ۲۸ مه چې د ګران هیواد د خپلواکۍ له ورځي او سږ کال یې سلمي کلیزي سره برابره ده د زرګونه غزني میشتو په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
د خپلواکې ورځي جشن سهار په غزني ښار کې د خپلواکۍ څله کې د غازي امان الله خان او د هیواد د خپلواکۍ اتلانو په یاد د ګلونو اکلیل کیښودل شو. 
وروسته د اسلامي ثقافت مرکز کې چیرته چې د جشن تابیا نیول شوي وه د بیلابیلو قطعاتو امنیتي منسوبین، د ښوونځیو زده کوونکي، ورزشکاران او د ښاروالۍ د تنظیف ټیمونه د رسم ګذشت په توګه تیر او وروسته هم د ویناوو، حماسي ترانو، ورزشي نمایشاتو او ملي اتڼ غونډه وشوه.
د خپلواکۍ جشن ته د چمتو والي د ولایتي کمیټي او د غزني ولایت د عدلیې رئیس عزیز بصیر غونډه کې راغلو ولسونو ته هرکلی ووایه، هغه د امنیت په ټینګښت او جشن ته د لازمو ترتیباتو نیولو کې د امنیتي ځواکونو او د ملکي ادارو کارکوونکو له هلو ځلو څخه قدرداني وکړه.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي جوړي شوي غوندي ته په وینا کې ټولو هیوادوالو ته د هیواد د خپلواکۍ او د خپلواکۍ د سلمي کلیزي مبارکي وویله.
والي ښاغلي کلیمزي د خپلواکۍ په جشن کې د ولسونو پراخ حضور له نظام، افغان حکومت او خپلو ملي ارزښتونو سره د ولسونو د ریښتیني میني او ملاتړ څرګندوی وباله.
د غزني والي د زمري ۲۸ مه د هیواد په تاریخ کې له سترو، ویاړلو او مهمو ورځو څخه وبلله چې په وینایې د زرګونه افغانانو د مبارزو، سرښندنو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي ده.
هغه وویل: ((افغانان د نړۍ د سترو قدرتونو او استعماري قوتونو ماتوونکي دي، چې چنګیزیانو، انګریزانو او سره پوځ ته غاښ ماتوونکي ماتي یې بیلګه ده.))
د غزني والي د ښځو مهم رول ته په اشاري وویل: (( افغان ښځو په ټولو برخو کې ونډه لرلي، د میوندۍ ملالي یوي ټپي غازیان د انګریزانو په وړاندي بریالي کړل، هیڅوک نشي کولای زموږ د خویندو حقونه او په ټولو چارو کې د دوی د رغنده ونډي مخه ونیسي تمه لرو طالبان ټول حقایق درک او د سولي لار غوره کړي.))
د ۲۰۳ تندر قول اردو رئیس ارکان برید جنرال عبدالجمیل مسافر بیا ولسونو ته د امنیت له اړخه ډاډ ورکړ او ویې ویل: (( څو چې د یوه سرتیري وجود کې یو څاڅکی وینه وي دښمن به مو وطن ته کاوه هم ونه کتلای شي.))
د ولایتي شورا غړي حمیدالله نوروز بیا د خپلواکۍ ورځ له سترو ملي ارزښتونو څخه وباله، هغه له ولسمشر محمد اشرف غني، افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د ولس په استازیتوب ملاتړ اعلان او ټاکني یې هیواد کې د ثبات، پرمختګ او مناسب کس ته د ولس په خوښه د واک د لیږد یواځینۍ لار وبلله.
هغه وویل: (( ټول دي د لنډمهاله حکومت، ۷۰ مي لسیزي ته د ګرخیدو، د امارتي نظام او زموږ د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د له منځه وړلو خوبونه هیر کړي.))
غونډه کې د ګڼ شمیر ښوونځیو زده کوونکو حماسي تراني، ورزشکارانو ورزشي نمایشات ترسره کړل او د غونډي په پای کې د ولایت مقام لخوا لسګونه امنیتي سرتیري او منسوبین په ستاینلیکونو او نغدي ډالیو وستایل شول.