غزني کې د هیواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د حسن قرائت سیالۍ پیل شوي

د غزني ولایت د حج او اوقاف ریاست لخوا د ګران هیواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د قرآنکریم د حسن قرائت سیالۍ نن پیل شوي چې پکي ګڼ شمیر قاریانو ګډون کړی دی.
د غزني والي وحیدالله»کلیمزي» د یادي سیالۍ پیل غونډي ته وینا کې له دي کبله خوښي څرګنده کړه چې ځایې ادارو د هیواد د خپلواکۍ په ویاړ له تیرو دوو میاشتو راهیسي ګڼ دیني، علمي او فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي چې ورسره ولسونو هم پراخه ونډه اخیستي او په ګډه یې د خپلو ملي ارزښتونو او ویاړونو نمانځنه کړي ده.
هغه دغه راز په ټولنه کې د دیني علماوو پر رغنده او کارنده رول ټینګار وکړ او ویې ویل: (( په ټولنه کې د سولي، ثبات او امنیت د ټینګښت برخه کې د علماوو رول او مؤثریت د ټولني تر هر بل قشر څخه رغنده او قوي دی، علما د اسلامي اصولو پر بنسټ مسئولیت لري څو په یادو برخو کې د ټولني وګړي همکارۍ او د فردي مسئولیتونو اداکولو ته تشویق کړي.))
والي ښاغلي کلیمزي زیاته کړه افغان حکومت په تیره بیا ولسمشر محمد اشرف غني په ملي کچه د هر اقدام او کړني په برخه کې د علماوو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکړی او د دیني زده کړو د ودي او دي برخه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې افغان حکومت سلګونه دیني مدرسي او دارلعلومونه ایجاد او زرګونه ځوانانو ته یې پکي د دیني زده کړو زمینه برابره کړي او لسګونه نور یې د لوړو زده کړو لپاره اسلامي هیوادونو ته استولي چې په وینا یې دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په دغه غونډه کې د غزني ولایت دیني علماوو والي ښاغلي کلیمزي ته په چارو کې د غوره کړنو په ویاړ یو ټوک قرآنکریم او یوه توره ډالۍ کړه.