والي وحيدالله(کليمزي) له يو شمير کوچيانو سره وکتل

د غزني والي وحيدالله(کليمزي) نن دي ولايت کې له ميشت يو شمير کوچي مخورو سره کتنه کې د هغوى ستونزي او غوښتني د حل په موخه واوريدي.
راغلو کوچي مشرانو د خپلو نورو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ د يو شمير نورو کوجيانو لخوا د دوى د ځمکو د غصب ادعا وکړه او له والي ښاغلي کليمزي څخه يې وغوښتل څو ځايې اداره د يادي موضوع په تړاو جدي اقدامات ترسره کړي.
د غزني والي وحيدالله (کليمزي) راغلو مشرانو ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې کوچيانو ته د روغتيا، ښووني او روﺯني، د مالدارۍ د ودي او نورو برخو کې د لاﺯمو آسانتياوو برابرول د حکومت او ځايې اداري په لومړيتوبونو کې دى.
هغه دغه راﺯ ټينګار وکړ چې ځايې اداره د ځمکو د غصب مخنيوي او د عدالت د ټيګښت ته ژمنه ده او شته اسنادو ته په کتو به په هره برخه کې لاﺯم او جدي اقدامات وشي.