د غزني والي وحيدالله(کليمزي) د معتادينو د درملني او فزيوتراپي روغتونونو څخه ليدنه وکړه

د غزني والي وحيدالله(کليمزي) تيره ورځ دي ولايت کې د معتادينو د درملني له پنځوس(50) بستريز او د معلولينو د بيا رغوني يا فزيوتراپي له روغتونونو او پکي روانو چارو څخه ليدنه وکړه.
له والي ښاغلي کليمزي سره دغو ليدنو کې د ولايتي شورا منشي حميدالله سروري، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نيکمل، دي ولايت کې د سويډن کميټي مسئولينو او يو شمير مخورو هم ملتيا کوله.
د غزني والي په دواړو روغتونونو کې له ناروغانو او پايواﺯانو څخه د روغتياي خدماتو، آسانتياوو او ستونزو په تړاو مخامخ وپوښتل چې ټول يې له چارو راضي او خوښ وو.
والي ښاغلي کليمزي د دواړو روغتونو له غوره خدماتو، فعاليتونو او کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.