غزني کې د نباتاتو د ساتني ګودام د بنسټ ډبره کیښودل شوه

په غزني ولایت کې د نباتاتو د ساتني لپاره د یوه معیاري ګودام د رغولو د بنسټ ډبره د مرستیال والي دوکتور محمد امین مبلغ لخوا کیښودل شوه چې ۲۵۰ متریک ټنه ظرفیت لري.
د یاد ګودام پر رغولو ۲ ملیونه، ۹۶۹ زره او ۹۲۴ افغانۍ لګښت راځي چې د کرني او اوبو لګولو وزارت له پراختبایې بودجي څخه ورکول کیږي او د پنځه نیمو میاشتو په ترڅ کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي.