غزني کې د هیواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او هنري آثارو

په غزني ولایت کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د ودي، ورته دبازار موندني او پیاوړتیا په موخه، د هیواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د لاسي صنایعو، کرنیزو محصولاتو او هنري آثارو نندارتون جوړ شو.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د یاد نندارتون پرانست غونډي ته چې سلګونه تنه غزني میشت ورته راغلي وو خپله پرانستونکي وینا کې پر ولسونو غږ وکړ څو د وارداتي بهرنیو تولیداتو پر ځای له خپلو داخلي تولیداتو او محصولاتو څخه کار واخلي.
هغه ووبل: (( افغانستان هغه وخت اقتصادي ودي او خودکفایې ته رسیدلای شي چې موږ له داخلي تولیداتو او د خپل هیواد له کرنیزو محصولاتو څخه استفاده وکړو.))
د والي ښاغلي کلیمزي په وینا افغان پانګه وال او بزګر په داسي حال کې د خپلو تولیداتو او محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي چې زموږ هیواد د ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو د تولیداتو لپاره یو ستر بازار دی، نو لازمه ده چې موږ د بي کیفیته بهرنیو تولیداتو پر ځای له خپلو با کیفیته محصولاتو څخه کار واخلو او خپل هیواد اقتصادي ثبات، ودي او پر ځان بسیایني ته ورسوو.
د غزني والي دغه راز د ولسونو پر یووالي ټینګار وکړ: (( موږ د هیواد خپلواکي په یووالي سره ترلاسه کړی، د هیواد ټولو میشتو قومونو د غازي امان الله خان تر قیادت لاندي د انګریز پر وړاندي مبارزه وکړه او د هیواد خپلواکۍ یې واخیسته، نو زموږ قوت او قدرت په ورورولۍ او یووالي کې دی.))
والي ښاغلي کلیمزي دغه راز د افغان ورزشکارانو د لاسته راوړنو او هیواد ته د نړۍ په کچه د لویو ویاړونو د راوړلو له کبله وستایل: (( زموږ ورزشکارانو په ډیرو کمو امکاناتو هیواد ته لویې بریاوي د خپلو زحمتونو په پایله کې راوړي دي هغوی ټول زموږ ملي اتلان او ویاړونه دي، موږ ژمن یو چې غزني کې ل ټولو ورزشکارانو څخه د خپل توان تر حده همکار او ملاتړ واوسو.))
له خصوصي سکټور، پانګه والو، کورنیو محصولاتو او بزګرانو څخه د ملاتړ او ورسره د ښي همکارۍ په ویاړ ولسونو والي وحیدالله«کلیمزي» ته د ویاړ چپنه ډالۍ کړه.
د غزني ولایت د عدلي رئیس چې دي ولایت کې د خپلواکۍ د سلمي کلیزي جشن ته د چمتووالي کمیټي مشري هم ور له غاړي ده، د کرني او مالدارۍ رئیس محمد وصیل مسعود، د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري او د تخنیکي زده کړو سرپرست نعمت الله مهمند هم خبري وکړي.
هغوی د غازي امان الله خان د لاسته راوړنو او ویاړونو ژوندي ساتل، له کورنیو محصولاتو څخه ګټه اخیستنه او ملاتړ د ولسونو وجیبه او مکلفیت وباله.
په دغه نندارتون کې د غزني ولایت د تخنیکي زده کړو د انسټیټوټ د زده کړیالانو لخوا جوړ شوی موټر، سکواټور، رباټ، کولر، بلوتوت ګوشۍ، اور اچوونکی ټوپک ننداري ته وړاندي شو او د بیلابیلو ورزشي څانګو ورزشکارانو ورزشي نمایشات ترسره کړل.
په غزني کې د کرنیزو محصولاتو، حیواني تولیداتو، لاسي صنایعو او هنري آثارو نندارتون هم جوړ شوی وو، چې د بیلابیلو شرکتونو تولیدات او محصولات پکي ننداري ته وړاندي شول.