د غزني پولیسو دوه تنه د غلا او تروریستي فعالیتونو په تړاو ونیول

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د دوهمي حوزي منسوبینو بیګاه شپه ښار ته څیرمه د آهنګران کلي له اړوندو څخه دوه تنه چې په وسله والو غلاوو او تروریستي فعالیتونو کې ښکیل وو، لاس په لاس له یو میل تمانچي او یو عراده موټر سایکل سره ونیول.
نیول شویو کسانو پر خپلو جرایمو اعتراف کړی او دوسیې به یې ژر تر ژره د قانون د تطبیق لپاره عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.