د غزني ولايت د 100 بستريز روغتون ودانۍ د رغولو تړون لاسليک شو

د غزني ولايت د 100 بستريز روغتون د ودانۍ د رغولو تدارکاتي چاري بشپړي او د رغولو لپاره يې د عامي روغتيا وﺯارت او د کور جوړولو د تصدۍ رياست ترمنځ تړون لاسليک شو.
د ياد روغتون پر ودانۍ دوه سوه اوه څلويښت مليونه، څلور سوه دوه اتيا ﺯره، نهه سوه اته ديرش (247,482,938) افغانۍ لګښت راځي چې د عامي روغتيا وﺯارت لخوا ورکول کيږي.
د غزني ولايت د سل بستريز روغتون د ودانۍ د رغولو چاري به په شپاړلسو(16) کاري مياشتو کې بشپړي شي.
........................