جاغوري کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګولولو خلاص او 11 تنه د بيلتبيلو جرايمو په تړاو ونيول شول

امنيتي ځواکونو پرون(جمعه) د علي جان په نامه يو 11 کلن ماشوم چې يوه اونۍ مخکي د جاغوري ولسوالۍ اړوند د علياتو له سيمي څخه تښتول شوى او تښتوونکو يې د خوشي کولو بدل کې له کورنۍ څخه د څلويشت(40) لکه افغانيو غوښته کوله د تښتوونکو له منګولو خلاص او دري تنه تښتوونکي ىې هم لاس په لاس ونيول.
بلخوا امنيتي منسوبينو تيره يوه اونۍ کې نهه تنه د قتل، غلا او بيلابيلو جرايمو په تړاو نيولي دي.