درنو غزنیوالو!


د غزني ولایت ځایې اداره او رهبري ښي حکومتوالۍ، سالمي اداري، اصلاحاتو او ولس ته د غوره او مؤثرو خدماتو وړاندي کولو ته ژمنه ده.
دولتي اداري او مأمورین مکلف دي څو د خپلو قانوني صلاحیتونو په حدودو کې ولس ته پر وخت خدمات وړاندي، د هغوی غوښتنو، عرایضو او ستونزو ته پر وخت له ځنډه پرته رسیدګي وکړي.
که تاسي د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ستونزو سره مخ یاست، اداري مو پر وخت عرایضو او غوښتنو ته رسیدګي نه کوي، د ادارو مأمورین درسره نا مناسب چلند کوي او یا هم که د دولتي ادارو د چارو د ښه پرمختګ په برخه کې تاسي کومه طرحه لرئ نو کولای شئ له موږ سره یې د ټلیفون او یاهم د خواله رسنیو د مسنجر له لاري شریک کړئ.
د اړیکو شمیري: ۰۷۸۶۶۱۶۸۹۲ و ۰۷۰۴۷۲۲۳۱۴

په درنښت
د غزني والي وحيدالله(کليمزى)