د غزني مرکز اړوند منګور کې څلور (4) وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني مرکز اړوند په منګور سيمه کې نن د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې څلور (4) تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتي او اړوند څلور ميله وسلي يې چې يو ميل کلاشينکوف، يو ميل پيکا، يو ميل دراﺯنوف او يو ميل 82 ملي متري توپ وو د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته ﺯيان ندى اوښتى.