د 203 تندر قول اردو قومندان او ورسره پلاوي له ده يک ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه

په جنوب ختيځ ﺯون کې د ملي اردو د 203 تندر قول اردو قومندان جنرال دادان لونګ او ورسره پلاوي نن د غزني ولايت ده يک ولسوالۍ ته جې شاوخوا دري اونۍ مخکي د طالبانو له ولکي څخه خلاصه شوه سفر وکړ.
له دغه سفر موخه د يادي ولسوالۍ د امنيتي وضعيت ارﺯونه، د امنيت د ټينګښت لپاره د ضعف او قوت ټکو تشخيص د يوه مٶثر امنيتي کمر بند د ايجاد لپاره او د امنيتي ځواکونو غوښتنو او نيمګدتياوو ته رسيدګي وه.