د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ سیمي له مشرانو سره وکتل

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن له غرمي مخکي د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ سیمي له یو شمیر سپین ږیرو او اوسیدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزي یې د حل په موخه واوریدي.
د تاسنګ اوسیدونکو له والي ښاغلي کلیمزي څخه د جګړي پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته د جدي پاملرني ترڅنګ وویل: (( د جګړو له کبله مو کروندو د خړوبولو لپاره د لمریزي بریښنا لسګونه سولرونه له منځه تللي او ځیني هستوګنیز کورونه مو هم زیانمن شوي دي.))
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ سیمي مخورو ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به یې په ټول توان سره د دښمن پر وړاندي د سر او مال ساتنه کوي.
هغه وویل: (( موږ به انشالله ډیر ژر د ولس د هوسایني لپاره زیانمنو کورنیو سره لازمه مرسته وکړو او ترڅنګ به یې د خلکو د هوسایني لپاره پراختیایې چاري هم ډیر ژر پیل کړو.))