د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د ټاکنو د ولایتي دفتر مخي ته د معترضینو له استازو سره وکتل

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن له غرمي وروسته دي ولایت کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر پر وړاندي د معترضینو له استازو سره وکتل.
غزني کې یو شمیر معترضینو نن په داسي حال کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر مخي ته اعتراض وکړ چې ټاکل شوي وه نن د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکني بهیر پیل شي.
دوی غوښتنه کوي څو د غزني ولایت پارلماني ټاکني له ولسشرۍ ټاکنو سره یوځای په حوزوي توګه ترسره شي او په پارلمان کې دي د دي ولایت څوکۍ ترهغو تشي وي.
هغوی دغه راز د ټاکنو د نوم لیکني بهیر ته د کارکوونکو د استخدام پر بهیر هم نیوکه درلوده.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» له معترضینو وغوښتل خپلي غوښتني په رسمي توګه له ولایت مقام سره شریکي کړي څو یې مرکزي حکومت ته رسما وسپاري، خو له هغوی څخه یې وغوښتل چې غوښتنو ته یې د مرکزي حکومت تر ځواب پوري دي د ټاکنو د ولایتي دفتر د چارو مخنیوی نه کوي.
هغه وویل: (( موږ به ستاسي غوښتني له مرکز سره شریکي کړو، ترڅو چې د هغوی ځواب نه وي راغلی هیله لرم چې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر د چارو لپاره خنډ مه جوړوئ، که چیرته د مرکزي حکومت ځواب ستاسي د قناعت وړ وو، خو ښه که نه وو له قانون سره سم مو مدني حرکتونه حق دی.))