غزني کې ۳۲ وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني ولایت د مقر، ګیرو او ده یک ولسوالیو په اړوندو کې د تیري ورځي له مازدیګر د نن ورځي تر سهاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ یوه نښته، د ځانګړو افغان ځواکونو لخوا ۴ کومانډویې عملیات او د ائتلاف ځواکونو لخوا دوه هوایې بریدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۳۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بیګاه شپه ځانګړو افغان ځواکونو د مقر ولسوالۍ په هستي، چهارده او مرکز، د ګیرو ولسولۍ د مرکز په اړوندو کې کومانډویې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی ۶ عرادي موټرسایکلونه له منځه تللي دي.
دغه راز تیره ورځ مازدیګر د ده ولسوالۍ په تاسنګ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دري ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د شپي په اوږدو کې د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ او رامک ته څیرمه د ائتلاف ځواکونو په هوایې بریدونو کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.