غزني کې په تيرو 24 ساعتونو کې 6 هوايې او کومانډويې عمليات ترسره شوي

تيرو 24 ساعتونو کې د غزني ولايت د اندړو، ګيرو، خواجه عمري او ګيلان ولسواليو اړوند په خټک، کنصف، شال، برکات، غټان او ملنګي سيمو کې د ائتلاف ځواکونو لخوا 4 هواىې او د کومانډو ځواکونو لخوا دوه کومانډوىې عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې 16 وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ژوندى نيول شوى او د طالبانو اړوند يو هاموي له منځه وړل شوى دى.
په يادو بريدونو او عملياتونو کې امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو ته ﺯيان ندى اوښتى.