د غزني والي وحیدالله«کلیمزی» تیر ماښام د یو شمیر قومي مشرانو او دیني عالمانو کوربه وو

د غزني والي وحیدالله«کلیمزی» تیر ماښام روژه ماتی د ولایت مقام په میلمستون کې د دي ولایت د یو شمیر قومي مشرانو او دیني عالمانو کوربه وو.
والي ښاغلي کلیمزي، راغلو مشرانو او عالمانو ته د هرکلي ترڅنګ، غزنی د ټولو میشتو قومونو ګډ کور وباله او ټینګار یې وکړ چې د دي ګډ کور د آبادۍ، ثبات او پرمختګ لپاره باید ولسونه له ځایې اداري سره په همکارۍ په ګډه کار وکړي.
هغه وویل: (( د هیواد او ولس دښمنانو تیرو کلونو کې غزنی ډیر ځپلی دی، ځایې اداري تیرو څو میاشتو کې جدي هڅي کړي او د دي ولایت په امنیتي وضعیت کې یې پراخ مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.))
په دغه ناسته کې دغه راز د غزني ولایت د هر اړخیز وضعیت په تړاو بحث، خبري او د نظر څرګندوني وشوي