د غزني والي د البیروني ښارګوټي له یو شمیر سپین ږیرو او اوسیدونکو سره وکتل

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د مرکز غزني اړوند البیروني ښارګوټي له یوشمیر سپین ږیرو او اوسیدونکو سره کتنه کې د هغوی یو شمیر ستونزي او غوښتني د حل په موخه واوریدي.
د راغلو کسانو په استازیتوب څو تنه مشرانو خبري وکړي او په یاد ښارګوټي کې یې د نورو ستونزو ترڅنګ د میشتو پښتنو کورنیو ماشومانو ته د یوه ځانګړي ښوونځي د ایجاد غوښتنه وکړه.
د هغوی په وینا ښوونځی یې منظور شوی خو پر سر یې د راولاړو شویو ستونزو د ژر تر ژره پای ته رسیدو او د یاد ښوونځي د رغولو غوښتنه یې وکړه.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» راغلو مشرانو سره ژمنه وکړه چې په دي برخه کې به ورسره له شته امکاناتو سره سم لازمه همکاري وکړي.
هغه وویل: (( په مورنۍ ژبه زده کړي د ټولو حق دی او موږ به ستاسي د ماشومانو د دي حق په ادا کولو کې لازم اقدامات وکړو او انشأالله ډیر ژر به یې د عملي کیدو شاهدان واوسئ.))