د غزني والي: په علمي او فرهنګي برخه کې د ځوانانو ملاتړ یو

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» په دي ولایت کې د منار ادبي او فرهنګي ټولني له مسئولینو او غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادي ټولني مسئولینو د خپلو فرهنګي او ادبي فعالیتونو او په دي برخه کې یې د نورو پلانونو او پروګرامونو په برخه کې معلومات ورکړل.
د هغوی په وینا هڅه کوي څو د پښتو ژبي د ودي په برخه کې یو لړعلمي او فرهنګي پروګرامونه پر لاره واچوي او هوډ لري د پښتو ورځ هم په شانداره مراسمو سره د لومړي ځل لپاره دي ولایت کې ولمانځي.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» راغلو ځوانانو ته د هرکلي ترڅنګ، د هغوی کړني وستایلي او ټینګار یې وکړ چې په علمي او فرهنګي برخه کې د بنسټیزو فعالیتونو په برخه کې به د ځوانانو ترڅنګ یو کلک همکار او ملاتړی وي.
هغه وویل: (( زه په ټول توان سره په علمي او فرهنګي برخه کې د ځوانانو ترڅنګ ولاړ یم هغه که د هري ژبي لپاره وي په نهایت کې زموږ د هیواد او ولس اړوند ده او په هر اړخیزه توګه به له ځوانانو څخه ملاتړی اوسم.))