غزني کې د شهید مولوي سمیع الله«ریحان» فاتحه واخیستل شوه

په غزني ولایت کې نن د منبر د شهید او هیوادپال عالم ارواښاد شهید مولوي سمیع الله«ریحان» د فاتحي مراسم د ولایت مقام، علماوو شورا او ولسونو لخوا واخیستل شول.
په دغو مراسمو کې لومړۍ برخه د قرآنکریم ختم اودوهمه برخه ویناوو ته ځانګړي شوي وه.
په غزني کې د علماوو د شورا مشر مولوي محمد اسمعل«روحاني»، دیني عالم سید اکبری، سید احمد هاشمي او د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري د غونډي له ویناوالو څخه وو، چې ټولو په یوه خوله په جوماتونو کې پر لموڼځ کوونکو، دیني عالمانو او ولسي خلکو یې هر راز بریدونه په تیره بیا پر شهید مولوي سمیع الله« ریحان» برید په کلکو ټکو وغانده او یاد برید یې غیر اسلامي او انساني وباله.
د علماوو د شورا مشر ښاغلي روحاني دغه راز ټینګار وکړ چې د نورو ادیانو لارویان خپلو عبادت ځایونو ته په هیڅ صورت سپکاوی او پکي داسي اعمال نه ترسره کوي.(( تاسي وګورئ هیڅ هندو، نصراني، عیسوی او بودایې به مو نه لیدلی او نه به مو اوریدلي وي چې په خپل عبادت ځای کې دي بم ایښی وي یا دي پکي کوم جنایت او خیانت ترسره کړی وي، خو زموږ هیواد کې د جهاد په نامه ځیني جاهل او خوارج شته چې دا ناوړه اعمال ترسره کوي چې د مولوي ریحان شهادت یې بیلګه ده.))
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» هم د شهید ریحان شهادت د هیواد او اسلامي ټولني لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله.
د غزني والي وویل: (( مولوي ریحان هیڅ ګناه نلرله، هغه د الله دین او اسلامي احکام ولس ته په ریښتیني توګه رسول، پر هیواد او ولس دردیده، خلک یې ورورولۍ، سولي او یو والي ته رابلل، خو د هیواد دښمنانو او د هغوی لاسپوڅو د ریحان په شان یو ریښتینی مسلمان، هیوادپال عالم او افغان نشوای زغملای.))