اندړو کې 3 کلي تصفيه او دوه وسله وال ووژل شول

د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې تيره ورځ او تيره شپه د هوايې او کومانډو ځواکونو په عملياتو کې دوه طالب وسله وال وژل شوي، د يادي ولسوالۍ اړوند سلطان باغ، مزدوره او بنګي کلي له وسله والو څخه تصفيه او تلاشي شوي دي.
د يادو عملياتو په لړ کې د وسله والو اړوند 15 عرادي موټر سايکلونه او 1 ميل وسله يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.