درنو هيوادوالو د کرکټ ستره بريا مو مبارک شه

که څه هم هيواد کې د څلويښت کلني جګړي او دوام يې د افغانانو خوښي، آرام او هوساينه اخيستي، خو د هيواد د نورو اقشارو ترڅنګ ورﺯشکارانو په تيره بيا د کرکټ اتلانو تل ﺯموږ ولسونو ته خوښي او مسکا ور بښلي ده.
د پاکستان د کرکټ ټيم پر وړاندي د ګران هيواد د کرکټ اتلانو د نننۍ ستري بريا مبارکي د ﺯړه له کومي تاسو ټولو هيوادوالو ته وايم، هيله لرم هيواد کې د روژي مبارکي مياشتي په برکت تلپاته سوله ټينګه او ګران هيواد د پرمختګ او هوسايني لوړو پوړو ته ورسيږي.
د آباد، آﺯاد او هوسا افغانستان په هيله.

د غزني والي وحيدالله کليمزى