د خواشينۍ پيغام

په ډيري خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چې د دين، هيواد، ولس او سولي دښمنانو په کابل ښار کې يو ځل بيا د جمعي د لمانځه پر مهال ستر وحشيانه او کرغيړن عمل ترسره کړ، چې پکي د هيواد ستر او جيد عالم مفتي مولوي سميع الله ريحان شهيد او ګڼ لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.
پر جومات، لمونځ کوونکو او ديني علماوو بريد پر اسلام، قرآن او انسانيت بريد دى چې د اسلام د سپيڅلي دين تر څنګ په هيڅ بل مذهب کې هم جواﺯ او توجيه نلري.
پرديپاله، وحشي او بزدله دښمنانو د اسلام تر نامه لاندي تل په جوماتو او عامه ځايونو داسي کرغيړن اعمال ترسره کړي او لسګونه بيګناه هيوادوال يې د پرديو د ګټو لپاره په شهادت رسولي دي خو د افغانستان ولس اوس د دښمن په ټولو کرغيړنو موخو او پليتي څهري پوه او ورسره آشنا شوي دي.
دغه راﺯ کرغيړن او وحشيانه بريدونه به هيڅکله ﺯموږ د ديني علماوو او ولسونو د حق ناره او مبارﺯه کمزوري نکړي بلکي لسګونه نور باتور او ميړني علما او د خق د لاري مبارﺯين به وﺯيږوي.
شهيد مولوي صاحب ريحان ته چې روژه يې په خوله او د جمعي د لمانځه د ادا کولو پر مهال يې شهادت نصيب شو د ستر څښتن له دربار څخه د فردوس جنت، شهادت يې د افغانستان لپاره ستره ضايعه ده او د پيښي ټپي هيوادوالو ته د عاجلي شفا دعا کوم.

انالله وانا اليه راجعون.
د غزني والي وحيدالله کليمزى