غزني کې يو شمير ښځو پر امنيتي ځواکونو روژه مات وويشه

د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې تير ماښام د سيمي يو شمير خويندي (ښځي) د امنيتي ځواکونو پوستو ته ورغلي او هلته يې د امنيتي سرتيرو له کړنو، قربانيو او سرشندنو څخه د ملاتړ ترڅنګ يې پر امنيتي سرتيرو روژه مات وويشه.