د غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست(۴) بستونو ته د آزاد رقابت له لاري د وړو کسانو د استخدام آزموینه واخیستل شوه

ډ غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست اړوند(۴) بستونو ته له (۷۰) تنه کاندیدانو څخه نن د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د آزاد رقابت له لاري د استخدام آزموینه د والي وحیدالله«کلیمزي» په مشرۍ د استخدام د ولایتي کمیټي لخوا واخیستل شوه.
د آزمویني د شفافیت په موخه اړوند سوالونه تر آزمویني مخکي د والي وحیدالله« کلیمزي» په مشرۍ د استخدام کمیټي لخوا د والي په دفتر کې جوړ شول.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د آزمویني ګډونوالو ته د شفافیت پوره ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د استخدام په پروسه کې یې د شفافیت لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي دي.
هغه وویل: (( سوالونه مو تر آزمویني مخکي همدا نن جوړ کړل، د کمیټي ټول غړي قرنطین او ټلیفونونه مو لا قید کړي وو، وروسته مو د جوړو شویو سوالونو له منځه قرعه کشي وکړه او سوالونه مو وټاکل، هر هغه کس چې سوالونه حل کړي، لیاقت ولري او ډیري نومري ترلاسه کړي هماغه به بریالي وي.))