والي وحیدالله«کلیمزي» د ولایت مقام میلمستون کې له معلولینو سره روژه مات وکړ

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن ماښام د ولایت مقام په میلمستون کې د دي ولایت له یو شمیر معلولینو سره یوځای روژه مات وکړ.
تر روژه مات مخکي د والي ښاغلي کلیمزي او راغلو معلولینو ترمنځ ناسته کې د معلولینو په استازیتوب څلور تنو خبري وکړي او له والي ښاغلي کلیمزي څخه یې د معلولینو د ملاتړ لپاره د یوه ګډ مالي صندوق د جوړولو، په دولتي ادارو کې د کارکوونکو په توګه د معلولینو د استخدام، د معلولینو ټولني ته د یوه دفتر د ورکولو او ځینو نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو مشر نصرالله«سیاسي» د راغلو معلولینو په استازیتوب له والي وحیدالله«کلیمزي» څخه د منني ترڅنګ وویل: (( په تیرو اتلسو کلونو کې دا لومړنی ځل دی چې د غزني والي معلولین یادوي او ورته دوستانه ناسته او میلمستیا ترتیبوي))
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» راغلو میلمنو ته د هرکلي ترڅنګ ورسره ژمنه وکړه چې ټولو یادو غوښتنو ته به یې رسیدګي وکړي خو په دي شرط چې دوی ټول یو موټی او د یادو غوښتنو د تطبیق لپاره دي له خپل منځ څخه یوه کمیټه ایجاد کړي.
هغه وویل: (( له روژي وروسته به د معلولینو په ملاتړ او پر وړاندي یې د عامه ذهنیت د روښانه کولو لپاره یوه غونډه ونیسو، د معلولینو د ملاتړ صندوق برخه کې زه درسره همکار یم تاسي یې ترتیب جوړ کړئ لومړنۍ مرسته به دغه صندوق سره زه وکړم او د غزني سوداګر به هم یاد صندوق سره مرستو ته وهڅوم.))
د غزني والي له هیواد، ولس، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو او ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې معلول شوي کسان ريښتیني اتلان وبلل.