غزني کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

سه شنبه ۱۳/۱/۱۳۹۸
غزني کې د ګوزڼ(پولیو) ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د دي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دوه لکه اویا زره، اته سوه دري ویشت(۲۷۰۸۲۳) ماشومان چې عمرونه یې ترپنځه کلنۍ پوري وي واکسین شي.
په دغه کمپاین کې به دغه راز دوه لکه دره څلویښت زره، اوه سوه یو څلویښتو(۲۴۳۷۴۱) هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځه کلنۍ پوري وي د ویټامین(A) کپسولونه هم ورکول کیږي.