د غزني نوي سرپرست امنیه قومندان رسما خپله دنده پیل کړه

سه شنبه ۱۳/۱/۱۳۹۸

د غزني ولایت نوي سرپرست امنیه قومندان نن له غرمي وروسته رسما خپله دنده پیل او د مرستیال والي دوکتور محمد امین«مبلغ» لخوا د امنیه قومندانۍ منسوبینو او ولسونو ته ور وپیژندل شو.
مرستیال والي ښاغلي مبلغ نوی امنیه قومندان یو تکړه او مجرب افسر یاد کړ چې په وینایې د ده له تجربو او انرژۍ څخه په استفادي به د دي ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت تغیرات رامنځته شي.
هغه وویل: (( زه ښاغلی وردګ له نیږدي پیژنم، یو زړور او هیواد ته ژمن افسر دی، څو ځله دښمن سره مخامخ جګړه کې ټپي شوی دی.))
مرستیال والي ټینګار وکړ چې له امنیتي اړخه د غزني شرایط ځانګړي دي او ځانګړي رهبرۍ ته اړتیا ده.
نوي سرپرست امنیه قومندان سمونمل محمد خالد«وردګ» د غزني ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان سره به د دښمن، زورواکانو او مجرمینو پر وړاندي مبارزه وکړي.
هغه وویل: (( له ټولو مې غوښتنه داده چې زما د دندي مبارکۍ ته دي چپني، ګلونه او لنګي نه راوړي، بلکه د امنیت د ټینګښت، د قانون د تنفیذ او د مجرمینو په له منځه وړلو کې دي راته سالمي مشوري راکړي او همکاري دي راسره وکړي.))

........................................................................................................................
سرپرست جدید قومندانی امنیه غزنی امروز معرفی شد
سه شنبه ۱۳/۱/۱۳۹۸
سمونمل محمد خالد«وردگ» سرپرست جدید قومندانی امنیه ولایت غزنی پس از ظهر امروز رسما وظیفه اش را آغاز کرد و از سوی دوکتور محمد امین«مبلغ» معاون مقام ولایت به منسوبین پولیس و مردم معرفی شد.
آقای مبلغ قومندان جدید را یک فرد مجرب و کارکن خوانده ابراز امیدواری نمود که با استفاده از تجارب و اندوخته های او تغیرات مثبت در امنیت این ولایت رونما خواهد شد.
وی گفت: (( من آقای وردگ را از نزدیک میشناسم، او یک افسر دلیر، کارکن و با ابتکار است و چندین بار در مبارزه قهرمانانه اش با دشمن سینه سپر کرده و حتا چندین بار زخم برداشته است.))
سمونمل خالد«وردگ» سرپرست جدید قومندانی امنیه به مردم اطمنان داد که وی با همه توان و قاطعانه در برابر دشمن، باندهای جرمی و زورگویان مبارزه خواهد کرد.
وی افزود: (( از مردم میخواهم تا بجای آوردن گل، چپن و لنگی برایم مشوره های سالم داده در راستای تامین امنیت و محو جرایم همکاری ام کنند.))