غزني کې ۲ وسله والو او ۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته

دوشنبه ۱۲/۱/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مقر او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د ائتلاف ځواکونو د هوایې برید او جګړي له کبله ۲ وسله والو او ۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په لومړي اقدام کې د مقر ولسوالۍ په اړوندو کې د ائتلاف هوایې ځواکونو په برید کې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
هاخوا پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ اړوند په عاشقوال سیمه کې د ملي اردو پر اکمالاتي کتار د وسله والو د برید پر مهال یو ملکي کس شهید او یو تن ټپي شوی دی چې په سیمه کې د ملي اردو سرتیرو لخوا یې تر لومړنۍ درملني وروته روغتون ته انتقال شوی دی.