د ولایت مقام اداري ناسته ترسره شوه

دوشنبه ۱۲/۱/۱۳۹۸
د ولایت مقام اونیزه اداري ناسته نن له غرمي مخکي د مرستیال والي دوکتور محمد امین«مبلغ» په مشرۍ ترسره شوه، چې پکي د دي ولایت د ملي امنیت، د ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري چارو او د طبعي پیښو پر وړاندي د چمتووالي نوي رئیسان هم معرفي شول.
مرستیال والي ښاغلي مبلغ اداري ناستي ته خبرو کې د دي ولایت د ملي امنیت د مخکیني رئیس جنرال محمد قاسم«عبادي»، د ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري خدماتو رئیس انجنیر محمد کریم او د طبعي پیښو پر وړاندي د چمتووالي رئیس ښاغلي حفیظ الله«ګلستاني» کړني او خدمتونه وستایل او نویو ټاکل شویو رئیسانو ته یې په چارو کې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
د غزني ولایت د ملي امنیت نوي رئیس جنرال عبدالصمد«شمس»، د ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري چارو نوي رئیس محمد جبرائیل«آزادزوی» او د طبعي پیښو پر وړاندي د چمتووالي نوي رئیس وحیدالله«مجیدي» ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به خپلي اړونده چاري پر مخ بیایې.
د ملي امنیت رئیس ټینګار وکړ چې په ټول جدیت سره به د زور واکو او د قانون د ناقضینو پر وړاندي مبارزه کوي.
د ناستي په پای کې د ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري چارو او د طبعي پیښو پر وړاندي د چمتووالي د ریاستونو مخکیني رئیسان د غوره کړنو په ویاړ د ولایت مقام لخوا وستایل شول.