د غزني پولیسو یو غلا شوی موټر ترلاسه کړ

یکشنبه ۱۱/۱/۱۳۹۸
د غزني ولایت پولیسو د هڅو په پایله کې یو عراده غلا شوی ټکسي موټر نن تر لاسه او بیرته یې اصلي څښتن ته وسپارل شو.
یاد موموټر تیره ورځ د زاړه ښار له سیمي څخه غلا شوی وو، چې د پولیسو د هڅو په پایله کې بیرته ترلاسه او نن له غرمي ورسته یې اصلي څښتن ته وسپارل شو.
د ترلاسه شوي موټر د غلا په تړاو څوک ندي نیول شوي.