غزني کې د(ورﺯش د ټولو لپاره) تر نامه لاندي د ځغاستي سيالۍ ترسره شوي

يکشنبه 11/1/1398
غزني کې د (ورﺯش د ټولو لپاره) تر نامه لاندي د ځغاستي سيالۍ تيره ورځ ترسره شوي چي پکي سل تنه ځوانانو ګډون کړى وو او پنځه کيلو متره يې وځغاستل.
يادي سيالۍ د المپيک آمريت لخوا ورﺯش ته د ځوانانو د تشويق او د سولي پيغام د خپرولو په موخه پرلاره اچول شوي وي چې د لومړي، دوهم او دريم مقام ګټونکو ته د مرستيال والي محمد امين مبلغ او د المپيک د مشر پادشاه خان هزبر لخوا ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.