غزني کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل او د بزګر ملي ورځ ولمانځل شوه

پنجشنبه ۸/۱/۱۳۹۸
غزني کې د سولي تر نامه لاندي د نیالګیو کینولو کمپاین پیل او ورسره هم مهاله د بزګر ملي ورځ په شانداره مراسمو سره چې د دي ولایت ګڼ شمیر بزګرانو او لسګونه اوسیدونکو پکي برخه اخیستي وه ولمانځل شوه.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» جوړي شوي غونډي ته وینا کې د نیالګیو او کرني پر محیطي، روغتیایې او اقتصادي ارزښتونو خبري وکړي او له ولسونو یې وغوښتل څو د حلالي کرني له لاري د هیواد اقتصاد پیاوړی او د نیالګیو په کینولو سره د چاپیریال په پاکوالي او سمسورولو کې برخه واخلي.
هغه دغه راز د اسلام له نظره هم د کرني او نیالګیو کینولو ارزښت بیان او ویې ویل: (( د نیالګیو کینول او ورڅخه د ژوندیو موجوداتو استفاده صدقه جاریه ده، له بله اړخه یوه سالمه او پر مخ تللي ټولنه د سالمو انسانانو او سالم انسانان د یوه سالم او روغ چاپیریال زیږنده ده، نو د سالم چاپیریال لپاره د نیالګیو کینول اړین دي.))
والي ښاغلي کلیمزي دغه راز له ولسونو وغوښتل څو د چاپیریال په سمسورتیا او د کینول شویو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له اړونده ادارو سره مرسته وکړي.
د نیالګیو کینولو او د بزګر ورځي دغه غونډه وروسته د بزګرانو د نمایشاتو، د ورزشکارانو لخوا د ورزشي حرکتونو، ملي اټن او په پای کې هم د نیالګیو په کینولو سره پای ته ورسید.