د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د مقر ولسوالۍ له یو شمیر مخورو او ځوانانو سره وکتل

چهارشنبه ۷/۱/۱۳۹۸
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن د دي ولایت د مقر ولسوالۍ له یو شمیر قومي مخورو او ځوانانو سره کتنه کې د هغوی ستونزي، وړاندیزونه او غوښتني د حل په موخه واوریدي.
د راغلو مخورو په استازیتوب قومندان پاینده خان او څلور تنه ځوانانو خبري وکړي.
د هغوی په وینا مقر کې لازمي پراختیایې پروژي ندي پلي شوي، روغتون یې چې له کلینیک څخه ۵۰ بستریز روغتون ته ارتقا کړي وه عملا یې امکانات ندي ورکړل شوي، د ښوونځیو د ښوونکو تشکلات یې کم، د کتابونو له کموالي سره مخ دي او اکثریت ښوونځي یې ودانۍ نلري.
والي وحیدالله«کلیمزي» د مقر ولسوالۍ راغلو مشرانو او ځوانانو ته د هرکلي ترڅنګ ورسره ژمنه وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو به یې ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وکړي.
هغه د حکومت په ملاتړ د مقر ولسوالۍ د اوسیدونکو قربانۍ او همکارۍ وستایلي او د ولسونو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي یې خپل مسئولیت او مکلفیت وباله.
والي ښاغلي کلیمزي وویل: (( د روغتیا، پوهني او نورو برخو ستونزي مو څیړو چې ولي پکي بدلون ندی راغلی او ځیني منظور شوي پروژي ندي عملي شوي؟ وروسته به یې له اړوند مسئولینو سره په ګډه پر وړاندي اقدام وکړو.))